ads

فرانسه كې د يوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون څلور شکمن ترهګر نيول شوي

فرانسوي پوليسو د يو لړ عملياتو په مهال د يوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون څلور شکمن ترهګر نيولي دي.

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1395
فرانسه كې د يوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون څلور شکمن ترهګر نيول شوي

فرانسوي پوليسو د يو لړ عملياتو په مهال د يوې شپاړس کلنې نجلۍ په ګډون څلور شکمن ترهګر نيولي دي.
د پاريس يوې استخباراتي ادارې په يو خپور کړي بيان کې ويلي، چې ياد کسان يې په جنوبي ښار مونپيليې کې د پلټونکو عملياتو په ترڅ كې ونيول.
د درېيو نيول شويو کسانو عمرونه د ۲۶ او ۳۳ کلونو ترمنځ ښودل شوي.
چارواکي وايي، دغو کسانو په فرانسه کې ترهګريز بريدونه پلانول، چې ور څخه يې ۷۰ ګرامه ډېر خطرناک چاودېدونکي توکي هم ترلاسه كړي دي.
په فرانسه کې د تېر کال له خونړيو بريدونو وروسته په دغه هېواد کې ګڼ شمېر شکمن کسان نيول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA