ads

لښکر ګاه کې موټر بم چاودنې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د موټر بم چاودنه شوې، چې د مرګ ژوبلې په هکله يې تر اوسه د قيق معلومات نشته.

نویسنده: TKG
23 سلواغه 1395
لښکر ګاه کې موټر بم چاودنې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي وايي، نن د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د موټر بم چاودنه شوې، چې په پايله کې يې  ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې په دې چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان دي.
ځواک زياته کړه، چې چاودنه د کابل بانک مخې ته پر هغو ملي اردو سرتېرو شوې، چې د معاشونو د اخيستلو لپاره ددغه بانک مخې ته په کتار کې ولاړ وو.
عيني شاهدان وايي، په چاودنه کې د افغان ځواکونو يو موټر ويجاړ شوی او لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ددغې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA