ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، تېره شپه په غني خېلو ولسوالۍ کې له وسله والو سره نښته کې ۵ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې تېره شپه د غني خېلو ولسوالۍ په ګولايي سيمه کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې پرمهال يې ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، په دغه نښته کې له وسله والو څخه ګڼ شمېر وسلې هم افغان ځواکونو تر لاسه کړي دي.
فقيري زياتوي، په ياده نښته کې د ملي اردو ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


