لسګونو كسانو نن سهار د لغمان د والي په ضد لاريون كړى و او د کابل – جلال اباد لويه لار يې د ټرافيكو پر مخ تړلې وه.
يو شمېر مسافرو له کليد سره په خبرو کې وويل، چې د کابل – جلال اباد لويه لار د قرغيو ولسوالۍ د عزيز خان کڅ په سيمه کې د يو شمېر خلکو له لوري تړل شوې وه او هېچا ته يې پرې د تللو اجازه نه ورکوله.
دغو مسافرو زياته كړه، لاريون کوونکو د لغمان پر والي عبدالجبار نعيمي تور پورې کاوه، چې د دوى ځمکې د کډوالو د ښارګوټو په نوم غصبوي.
د کابل – جلال اباد پر لويه لار يو تلونکي مسافر علي خان ارماني كليد ته د يوې خپرونې په مهال داسې وويل.
د لغمان ولايتي چارواکي بيا لاريون کوونکي هغه کسان بولي، چې په دې ولايت کې د کډوالو ښارګوټي لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د غصبولو هڅه کوي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد سره په خبرو کې وويل، له يادو کسانو څو تنه نيول شوي وو، چې بېرته د تضمين په ورکړې خوشې شوي دي.
ځواک زياتوي، دغو خلکو له پوليسو سره مقاومت هم کړى او د غرونو له څوکو يې د پوليسو پر موټرو ډزې هم کړې دي.
د لغمان پر والي د غصب تور په داسې حال کې پورې کېږي، چې ډېر کله د ولسونو په اند هغه ډول چې لازمه ده، چارواکي د غصب مخنيوى نه شي کولاى.


