د جمهور رييس لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د كورنيو چارو وزارت منسوبينو ته د خپلو نهو ساتونكو د نيولو اجازه نه ده وركړې.
لويې څارنوالۍ د دوستم دغه نهه ساتونكي د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي پر جنسي ځورونې تورن كړي او د هغوى د نيولو امر يې صادر كړى دى.
د وال سټريټ ژورنال د رپوټ له مخې، جنرال دوستم د پوليسو له لوري د ده د ساتونكو د نيولو مخنيوى كړى.
په دې رپوټ كې راغلي، چې د جمهور رييس لومړي مرستيال ته وفادارو ځواكونو د كابل ښار پر وزير محمد اكبر خان تپې دوه ستراتيژيكې امنيتي پوستې جوړې كړې دي.
حكومتي چارواكو وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته ويلي، چې اوس مهال له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې وسله وال كسان په كابل كې د جنرال دوستم ساتنه كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې دوستم د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي په تښتونې او جنسي ځورونې تورن دى او لويې څارنوالۍ د درېيو امرونو په صادرولو په دې اړه د هغه د ځواب ويلو غوښتنه كړې، خو تراوسه د جمهور رييس لومړى مرستيال لويې څارنوالۍ ته د ځواب وركولو لپاره نه دى حاضر شوى او پرې لګېدلي ټول تورونه بې بنسټه او يوه سياسي دسيسه بولي.
كه څه هم تر دې وړاندې جمهوري رياست خلكو ته د دې پېښې په اړه د هر اړخيزو څېړنو ډاډ وركړى و، خو تراوسه د ملي يووالي حكومت عدلي او قضايي ارګانونه په دې كار بريالي شوي نه دي.


