په ايران کې د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب ۳۸ مه کليزه په يو لړ مراسمو او لاريونونو ونمانځل شوه.
پرون د تهران په ګډون د ايران په ګڼو ښارونو کې خلکو د اسلامي انقلاب ۳۸ مه کليزه په داسې حال کې نمانځله، چې مرګ په امريکا او مرګ په اسراييلو يې شعارونه ورکول.
په ايران کې د ۱۹۷۹ كال د فبروري په يوولسمه نېټه د روح الله خميني په اسلامي انقلاب سره د محمد رضا شاه پهلوي پاچاهي ړنګه او د امريکا سفارت کار کوونکي برمته ونيول شول.
له هماغه مهاله تراوسه په ايران کې د اخوندانو حکومت دى، چې تر ډېره يې واک د انقلاب د رهبر خميني زوى سره دى.


