افغان حكومت د كابل ښار په دهمزنګ سيمه كې او پر باقرالعلوم جومات د ترسره شويو ځانمرګو بريدونو د اصلي طراح د وژلو خبر وركوي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د دغه كس نوم قاري منيب او د داعش ډلې مهم قوماندان ښودل شوى دى.
د سرچينې په وينا، قاري منيب د افغان او بهرنيو ځواكونو په ګډو تروريستي ضد عملياتو كې، چې د روانې سلواغې مياشتې په ۱۳مه نېټه ترسره شول، ووژل شو.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې د داعش ډلې ياد قوماندان د ننګرهار اچين ولسوالۍ او د هېواد نورو بېلابېلو سيمو کې د افغانانو خلاف د پراخو جنايتونو ترڅنګ، د دهمزنګ سيمې تروريستي پېښې، کابل ښار کې پر باقرالعلوم جومات او د يو خصوصي شرکت پر نيپالي کارکوونکو د تروريستي بريدونو اصلي سازمان کوونکى و.
ارګ دا عمليات د هغو اقداماتو لړۍ بللې، چې د جمهور رئيس غني په امر او د ملي امنيت شورا په پرېکړه د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو سره په ګډه د تروريستي ډلو د قوماندانانو د تشخيص، تعقيب او پر هغوى د بريد په هدف ترسره شوي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


