طالبانو په جوزجان ولايت كې د سره صليب نړيوالې کمېټې د كاركوونكو پر وژنې خواشيني څرګنده كړې او له دې كمېټې يې غوښتي، چې خپلو فعاليتونو ته دوام وركړي.
يادې كمېټې وړمه ورځ د خپلو شپږو کارکوونکو د وژل کېدو او دوو نورو د تښتول کېدو په غبرګون کې په ټول افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد كليد ته په رالېږلې خبرپاڼه كې ويلي، د سره صليب نړيواله کمېټه، چې له تېرو درېيو لسيزو راهيسې په افغانستان کې فعاليت لري، د بې وزلو افغانانو لپاره يې فعاليتونه او خدمتونه خورا مهم او ارزښتمن دي.
مجاهد زياته كړې، چې دوى به تر خپل کنټرول لاندې سيمو كې د دغې كمېټې د كاركوونكو د امنيت خونديتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د يادو کسانو د وژلو مسووليت داعش ډلې پر غاړ اخيستى.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا وايي، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې دوه تښتول شوي کارکوونکي په دغه ولايت کې د داعش ډلې له سرګروپ قاري حکمت الله سره دي او افغان ځواکونه د سيمې د خلکو په مرسته هڅه کوي، ترڅو دغه کسان راخوشې کړي.


