ads

د اروزګان والي د استيناف څارنوالۍ نوي رييس ته د ملاتړ ډاډ وركړ

د اروزګان د استيناف څارنوالۍ نوى رييس سيد يحى احمديار د پنجشنبې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولايت د والي له لوري د يادې ادارې مسوولينو ته ور وپېژندل شو.

نویسنده: TKG
22 سلواغه 1395
د اروزګان والي د استيناف څارنوالۍ نوي رييس ته د ملاتړ ډاډ وركړ

د اروزګان د استيناف څارنوالۍ نوى رييس سيد يحى احمديار د پنجشنبې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ولايت د والي له لوري د يادې ادارې مسوولينو ته ور وپېژندل شو.
والي محمد نذير خروټي په خپله وينا کې د استيناف څارنوالۍ نوي رييس ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو قانوني چارو کې به يې ولايتي اداره ملاتړ کوي، ترڅو قانون په سمه توګه پلى شي.
هغه له سيد يحى احمديار نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د ټولو هغو تورنو كسانو د دوسيو په بشپړولو کې دې جدي هڅې وکړي، کومې چې په تېرو څو مياشتو کې د جګړو له كبله نيمګړې پاتې دي.
د اروزګان د استيناف څارنوالۍ نوي رييس په خپلو خبرو کې له ټول اروزګاني ولس څخه وغوښتل، چې د قانون په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو عدالت رامنځته کړي او حق حقدار ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې سيد يحى احمديار تر دې وړاندې د زابل ولايت د استيناف څارنوالۍ د رييس په توګه دنده لرله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA