جمهور رييس محمد اشرف غني او د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ تېره شپه ټيليفوني خبرې وكړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې دواړو مشرانو په دې ټيليفوني خبرو كې د افغانستان او سيمې د امنيتي مسايلو، پانګونې، اقتصادي او پراختيايي چارو، د ترهګرۍ له ګواښونو او د هغې له ملاتړو هېوادونو سره د مبارزې په اړه بحث وكړ او خپل نظرونه يې تبادله كړل.
دواړو لوريو د ګډې همکارۍ کلک بنسټ په تړاو هم خبرې وكړې او دواړو مشرانو د کابل او واشنګټن اړيکې د دواړو ملتونو ترمنځ پر ګډو ستراتيژيکو ګټو ولاړې وبللې.
د امريكا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وويل، ژر به له جمهور رييس غني سره وويني او دواړو لوريو هوکړه وکړه، چې د دواړو حکومتونو کاري ډلې به د دواړو مشرانو ليدنې ته د زمينې برابرولو لپاره کار پيل کړي.
هغه زياته كړه، د ترهګرۍ په ضد د عملي او ګټورې مبارزې په برخه كې د افغانستان هڅو او د دې هېواد برياليتوب د دواړو هېوادونو دولتونه او ملتونه د مهمو شريكانو په توګه بدل كړي دي.
بلخوا جمهور رييس غني له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې له افغان ځواکونو سره د افغانستان مېشتو امريکايي ځواکونو رول مهم وباله او د سولې په ټينګښت کې يې د دغو ځواکونو د ماموريت ستاينه وكړه.


