د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ په شمالي لوري کې د ګډو امنيتي ځواکونو عمليات لا هم دوام لري.
دا عمليات د تېرې سې شنبې په ورځ پيل شوي او پرون يې په ترڅ كې شاوخوا ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نورزي كليد ته وويل، په پرونيو عملياتو کې تر ۱۵ زيات طالبان وژل شوي او تر لسو زيات نور ټپيان دي، چې په خبره يې د اوو تنو مړي د دوى لاس ته ورغلي دي.
نوموړي زياته كړه، چې امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال د طالبانو يو شمېر وسلې هم ترلاسه كړې دي.
د هغه په وينا، د شاه ولي کارېز، بېدک کارېز، سره کلا، خير اباد، سوز اباد او سفر کارېز سيمې نيول شوي او اوس په پروشه کې عمليات دوام لري.
نورزى وايي، د عملياتو په مهال د ملي اردو پر پليو ځواكونو د ماين چاودنه شوې، چې له كبله يې دوه سرتېري سطحي ژوبل شوي دي.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پر طالبانو يو ځل بيا غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي، که نه د امنيتي ځواکونو له لوري به وځپل شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


