ads

د فيض محمد کاتب ۸۶ تلين ونمانځل شو

نن د فيض محمد کاتب هزاره ۸۶ تلين ونمانځل شو.

په دې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې جمهور رييس اشرف غني وويل چې فيض محمد کاتب عالم او محقق شخصيت وو او د هغه علم او تحقيق ددې سبب شول چې په تاريخ ليکلو کې ځانګړی بصيرت ولري

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 سلواغه 1395
د فيض محمد کاتب ۸۶ تلين ونمانځل شو

نن د فيض محمد کاتب هزاره ۸۶ تلين ونمانځل شو.
په دې تړاو په جوړو شوو مراسمو کې جمهور رييس اشرف غني وويل چې فيض محمد کاتب عالم او محقق شخصيت وو او د هغه علم او تحقيق ددې سبب شول چې په تاريخ ليکلو کې ځانګړی بصيرت ولري. جمهور رييس ټينګار وکړ چې د فيض محمد کاتب اثار به د ډېرو نسلونو لپاره د مطالعې او استفادې وړ وي.
فيض محمد کاتب د سيد محمد مغول زوی دی چې په ۱۲۴۱ لمريز کال د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ په زرد سنګ کلي کې وزږېد.
له بل لوري د جمهوري رياست دويم مرستيال سرور دانش غونډې ته په خبرو کې فيض محمد کاتب د افغانستان د معاصر تاريخ په ليکلو کې د نوو ادبياتو بنسټ اېښودونکی او د فارسي- دري ژبې ژوندی کوونکی بولي او وايي، د کاتب اثار د افغانستان له تاريخ يو دقيق او مستند روايت دی.
فيض محمد کاتب په عربي، اردو، انګليسي او پښتو ژبو خبرې کولې او د هغه مهم اثار تحفته الحديت، سراج التواريخ، تذکره الانقلاب، تاريخ امانيه او نژاد نامه افغان نومېږي. نوموړی د ۱۳۰۹ لمريز کال د حوت په ۱۲ مه کابل کې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA