د حزب اسلامي يوه پلاوي له ترکيې سره د دغه ګوند د اړيکو د ښه کولو لپاره انقرې ته سفر وکړ.
د حزب اسلامي د شوراګانو وياند حشمت الله ارشد کليد ته وويل، چې تېره ورځ لس بجې د حزب اسلامي سياسي مشر غيرت بهير او د مذاکراتو ډلې مشر امين کريم د حزب اسلامي او ترکي دولت تر منځ د اړيکو ښه کولو په هدف د خبرو لپاره ترکيې ته لاړل.
ارشد وايي، ښايي د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار د راتګ په مراسمو کې د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان هم ګډون وکړي.
د نوموړي په خبره، ترکيې د جهاد په وخت کې د حزب اسلامي له غړو سره ښې اړيکې لرلې او د دغه سفر يو هدف هم د ترکيې او حزب اسلامي تر منځ د اړيکو ښه کول دي.
له بل لوري د حزب اسلامي يوه بل وياند داکتر حميد عزيزي رسنيو ته ويلي، چې د حزب اسلامي دغه پلاوي د ترکيې د جمهور رييس رجب طيب اردوغان په بلنه ترکيې ته سفر کړی دی.
تېره جمعه د ملګرو ملتونو امنيت شورا د حزب اسلامي د مشر نوم د خپلو بنديزونو له لېست څخه لرې کړ.
ښايي د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په راتلونکو څو اوونيو کې افغانستان ته راشي.


