ads

جمهور رييس د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کولو ته د حکومت په کلکه اراده ټينګار وکړ

جمهوررئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حکومت هر اړخيزو اصلاحاتو او د ولسي جرګې ټاکنو ته قوي سياسي اراده لري او د ټاکنو کمېسيون بايد مشخص ټاکنيز مهالوېش او پلانونه جوړ کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 سلواغه 1395
جمهور رييس د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کولو ته د حکومت په کلکه اراده ټينګار وکړ

جمهوررئيس محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حکومت هر اړخيزو اصلاحاتو او د ولسي جرګې ټاکنو ته قوي سياسي اراده لري او د ټاکنو کمېسيون بايد مشخص ټاکنيز مهالوېش او پلانونه جوړ کړي.
له ارګه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوررئيس محمداشرف غني په مشرۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کميشنرانو، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د يو شمېر سفيرانو په ګډون د ولسي جرګې ټاکنو ته د تياري غونډه جوړه شوه.
جمهوررئيس غني په دې غونډه کې څرګنده کړه، د ټاکنو کمېسيون ته په کار دی چې سازماني اصلاحات، د ټاکنو مهالوېش او د دغه بنسټ د اړتياوو فهرست تنظيم کړي، څو کارونه پرته له وقفې ترسره شي. هغه زياته کړه، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد برنامې او امکانات په داسې بڼه تنظيم او تدارک کړي چې کم لګښته او پايدار وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA