د کندهار ښار د دويمې ناحيې د کلا فيصل په سيمه کې پرون مازديګر يوه خاوند پر خپلي مېرمني تېل اچولي او سوځلې يې ده.
د رازقې په نوم دغه مېرمن چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
نوموړې په روغتون کې ويلي، چې د پنځو زامنو او څلورو لوڼو په مرسته ژغورل شوې.
يادې مېرمنې ويلي، خاوند يې کار نه کاوه خو له دې يې هغه پيسې هم اخيستلې، چې په خپلو لاسونو يې د کار پر مهال د اولادونو د ساتلو لپاره ګټلې.
هغه وايي، خاوند يې عبدالولي ځکه وسوځوله چې دې له پيسو ورکولو ډډه وکړه.
دکندهار ولايتي چارواکي ياده پيښه تاييدوي او وايي، چې د ښځې خاوند د پوليسو له لوري نيول شوی دی .


