د ملي اردو چارواکي وايي، نورستان ولايت برکمټال ولسوالۍ واورې لاندې کړو خلکو ته يې لومړنۍ مرستې رسولي او د ژغورنې عمليات يې لا هم روان دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې د نورستان ولايت برګمټال ولسوالۍ د اسفې سيمه کې واورې له کبله زيانمنو خلکو د ژغورنې او دوی ته پر وخت د مرستو رسونې لړۍ يې لا هم روانه ده.
نوموړی وايي، تر اوسه پورې يې په لسګونه له واورو لاندې مړي را ويستي او دغه راز يې ۱۳ تنه ښځې او کوچنيان يې په ټپي حالت کې د سېلاب قول اردو روغتون ته لېږدولي دي.
فقيري دغه راز زياتوي، په سيمه کې ددوی د ژغورنې عمليات روان دي او هڅه کېږي، چې سيمه کې پاتې خلک له واورو لاندې را ويستل شي.
موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د نورستان له ولايتي چارواکو سره هم خبرې وکړو، خو له هڅو سره سره ددوی ټليفون کار نه کوي.
د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د ژغورنې عمليات په داسې حال کې روان دي، چې تېره ورځ جمهور رييس غني هم پرون دغه ولايت ته د غمرازۍ په موخه په سفر تللی و.


