ads

ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته څلور تنه کمېشن کاران نيول شوي

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې والي ګلاب منګل پرون په ناڅاپي ډول د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د وېزو لګولو بهير له نږدې وکته او د وېزو لګولو څلور تنه کمېشن کاران يې ونيول.

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1395
ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته څلور تنه کمېشن کاران نيول شوي

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي کليد ته وويل، چې والي ګلاب منګل پرون په ناڅاپي ډول د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د وېزو لګولو بهير له نږدې وکته او د وېزو لګولو څلور تنه کمېشن کاران يې ونيول.
نوموړی وايي، والي د خلکو له ستونزو اورېدونو وروسته په ناڅاپي ډول چې عادي لباس يې پر تن و او په يواځې توګه د نورو وګړو په څېر د وېزې لګولو په موخه په لين کې ولاړ و، ټولې ستونزې يې له نږدې وکتلې او د وېزو لګولو څلور تنه کمېشن کاران، چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې وې، ونيول او د نورو څېړنو په موخه يې ملي امنيت ادارې ته وسپارل.
خوګياڼی وايي، والي په ننګرهار کې د بهرنيو چارو رييس، ملي امنيت او امنيې قوماندانۍ ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پاکستان وېزې لګولو لپاره يوه منظمه طرحه جوړه کړي او ولايت مقام ته يې د تاييد لپاره وسپاري.
د ننګرهار والي ګلاب منګل په خپله څو تنه کمېشن کاران په داسې حال کې نيسي، چې ډېر کله خلک شکايت کوي، چې ګواکې د پاکستان په قونسلګرۍ کې ترې د وېزې لګولو په سر زرګونه پيسې اخيستل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA