د ملي اردو چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې د شاهين ۲۶ په نوم پيل کړو چاڼيزو عملياتو کې يې يو شمېر سيمې د وسله والو له شتونه پاکې کړې دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې پرون سهار يې چپرهار ولسوالۍ په تريلي، کنډې باغ او غزو کلي کې چاڼيز عمليات پيل کړي وو، چې پرمهال يې ګڼ شمېر کلي د وسله والو له شتونه پاک کړي او يوه اندازه وسلې يې هم ترلاسه کړې دي.
فقيري وايي، عمليات يې روان دي او تر هغې چې سيمه په بشپړ ډول پاکه شوې نه وي، پيل شوي عمليات به يې روان وي.
د حکومت وسله والو مخالفينو تر اوسه د پيل شويو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


