ناټو له ۲۰۲۴ کال وروسته هم افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

د ناټو سازمان د سرمنشي مرستياله روزي ګاتي مېلر د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د دې تړون ټول غړي هېوادونه به له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته تر ۲۰۲۴ کال وروسته هم دوام ورکړي.