د ناټو سازمان د سرمنشي مرستياله روزي ګاتي مېلر د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ته ډاډ ورکړ، چې د دې تړون ټول غړي هېوادونه به له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته تر ۲۰۲۴ کال وروسته هم دوام ورکړي.
نوموړې پرون د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر سره په بروكسل كې د ليدنې په مهال وويل، چې په افغانستان او سيمه کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو په برخه کې د سيمې د هېوادونو همکاري اړينه ده او د سيمې له هېوادونو يې وغوښتل، چې د ترهګرو په وړاندې مبارزه کې همغږي او همکار شي.
مېرمن مېلر په خپلو خبرو کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو په استازيتوب وويل، چې هېڅ ډول ښه او بد ترهګر وجود نه لري، بلکې ټول ترهګر بد دي او بايد د ګډو همکاريو په ترڅ کې له منځه ولاړ شي.
په ورته وخت كې محمد حنيف اتمر د اداري فساد په ضد د کلکې مبارزې په برخه کې د عدلي او قضايي مرکز د فعاليتونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې افغان حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې کلک هوډ لري.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رييس محمد اشرف غني هم تېره ورځ د امريكا د دفاع وزير جنرال جيمز ماټيس سره په ټيليفوني خبرو كې يو ځل بيا د اصلاحاتو رامنځته كولو او د اداري فساد له منځه وړلو لپاره د خپلو ژمنو پر عملي كولو ټينګار كړى.


