په سعودي عربستان كې د پلټنو په مهال اته پاکستانيان له سلګونه زره ريالو سره يو ځاى نيول شوي دي.
د سعودي حکومتي چارواكي وايي، چې نيول شويو کسانو په غير قانوني توګه له خلکو پيسې ټولولې او نورو هېوادونو ته يې لېږل.
د رياض پوليسو ويلي، چې دغو اتو پاکستانيانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى او دا مهال د پوليسو په توقيف کې دي.
دا لومړى ځل نه دى، چې په سعودي عربستان کې د ورانکارۍ په جرم پاکستانيان نيول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم لسګونه پاکستاني اتباع د سعودي پوليسو له خوا نيول شوي دي.


