سپينې ماڼۍ په كابل ښار كې د تېر مازيګر ځانمرګي بريد په غبرګون كې له افغان دولته پر قاطع ملاتړ ټينګار وكړ.
د امريكا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ وياند شان سپايسر پرون په واشنګټن كې په يوه خبري غونډه كې وويل، د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاكار جنرال مايكل فلن له خپل افغان سيال محمد حنيف اتمر سره په ټيليفوني خبرو كې هغه ته له افغانستانه د امريكا د ملاتړ د دوام او له كابل سره د واشنګټن د ستراتيژيك شراكت ډاډ وركړ.
د سپينې ماڼۍ وياند همدارنګه په كابل كې د تېرې ورځې خونړۍ پېښې پر غندلو سربېره د افغان امنيتي ځواكونو د چټك غبرګون هركلى وكړ.
هغه زياته كړه، امريكا د افغانستان له حكومته خپل ملاتړ ته، چې د سولې د دښمنانو په وړاندې د خلكو ساتنې لپاره هڅې كوي، دوام وركوي.
بل خوا د امريكا د دفاع وزير جنرال جيمز ماټيس له جمهور رييس محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو په مهال د پروني ځانمرګي بريد له كبله د افغانستان له دولت او خلكو سره همدردي څرګنده كړې ده.
ماټيس د ښې رهبرۍ له كبله له جمهور رييس غني څخه مننه كړې او په افغانستان كې د ثبات ساتلو لپاره يې د ملي يووالي حكومت پر اهميت ټينګار كړى.
دا په داسې حال كې ده،چې په کابل ښار کې تېر مازيګر شاوخوا څلور بجې د سترې محکمې مخې ته د ځانمرګي بريد په پايله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه نور ټپيان دي.


