د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې ځوانانو ته کاري فرصتونه د ده په لومړيتوبونو کې دي.
نوموړي دا خبره تېره ورځ د ځوانانو همغږۍ، ملي پاليسۍ او ستراتيژۍ کمېسيون غونډه کې وکړه.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې د ځوانانو حقونو ته کار کول مهم دي او ولايتي اداره ژمنه ده، چې ځوانانو ته يې ټول قانوني حقونه ورکړي.
د حيات په وينا، کاري فرصتونه، د زده کړو زمينه برابرول او ملي مسايلو کې ګډون د ځوانانو له اساسي حقونو څخه دي او د دې لپاره بايد په ګډه کار وشي.
د هلمند والي د ټولو ادارو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د خالي بستونو لپاره دې د ازموينو له لارې ځوانانو ته د شايسته ګۍ او لياقت په اساس کاري زمينې برابرې کړي، ترڅو ادارو کې اصلاحات رامنځته او چارې اغېزمنې ترسره شي.


