ads

ايران د تل ابيب د ويشتلو خبردارى ورکړ

ايران وايي، د سام په نوم بالستيک توغندى يې کولى شي، چې يوازې په اوو دقيقو کې د اسراييلو مرکز تل ابيب په نښه کړي.

نویسنده: TKG
20 سلواغه 1395
ايران د تل ابيب د ويشتلو خبردارى ورکړ

ايران وايي، د سام په نوم بالستيک توغندى يې کولى شي، چې يوازې په اوو دقيقو کې د اسراييلو مرکز تل ابيب په نښه کړي.
پر ايران د ډونالډ ټرمپ حکومت له لوري د بنديزونو تر لګولو وروسته د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي سلاکار مجتبى زونور په يو بيان کې ويلي، چې د امريکا هر راز تېروتنې ته به ځواب ووايي.
نوموړي د امريکايي چارواکو وروستيو قهرجنو څرګندونو په ځواب کې خبردارى ورکړى، چې دوى به د تېروتنې په صورت کې تل ابيب په نښه کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړو وروسته له هغې زور واخيست، چې دوه اونۍ وړاندې ايران يو بالستيک توغندى وازمايه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA