د ګډو امنيتي ځواكونو له لوري پرون ناوخته د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار شمالي لوري کې عمليات پيل شوي او تراوسه يې شاوخوا ۲۳ کيلو مټره پرمختګ کړى دى.
د دې ولايت سرپرست امنيې قوماندان رحمت الله صديقي وايي، تر دې مهاله يې له وسله والو طالبانو سفر کارېز، سره کلا، بېدک کارېز او ځينې نورې مهمې سيمې نيولي او امنيتي پوستې په كې ځاى پر ځاى شوې دي.
د هغه په وينا، په عملياتو کې يې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو دقيقه شمېره يې نه ده معلومه.
صديقي د امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه و نه ويل.
په ورته وخت کې عمليات كوونكي ځواكونه وايي، چې دوى په ډېرې اسانۍ سره سيمې له طالبانو ونيولې او هغوى يې په وړاندې مقاومت نه شي کولاى.
د دوى په خبره، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د طالبانو په ضد مبارزې ته دوام وركړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


