ads

پاكستان له افغانستان سره همدردي څرګنده كړه

د پاكستان حكومت په افغانستان كې په بېلابېلو طبيعي پېښو كې د ګڼو افغانانو د مرګ ژوبلې له كبله د افغانستان له دولت او خلكو سره همدردي څرګنده كړې ده.

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1395
پاكستان له افغانستان سره همدردي څرګنده كړه

د پاكستان حكومت په افغانستان كې په بېلابېلو طبيعي پېښو كې د ګڼو افغانانو د مرګ ژوبلې له كبله د افغانستان له دولت او خلكو سره همدردي څرګنده كړې ده.
په هغه خبرپاڼه كې، چې نن د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې او يوه كاپي يې په كابل كې د دې هېواد د سفارت له لوري كليد ته رالېږل شوې راغلي، چې د پاكستان دولت او ولس په افغانستان كې د برفكوچونو له كبله اوښتو تلفاتو سخت اغېزمن كړي دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د پاكستان دولت او خلك له هغو كورنيو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ، چې خپل غړي يې له لاسه وركړي، په طبيعي پېښو كې ټپي شويو افغانانو ته د ژر روغتيا دعا كوي.
پاكستان په داسې حال كې له افغانستان سره د همدردۍ خبره كوي، چې افغانان په خپل هېواد كې د ټولو ځانمرګو بريدونو، چاودنو او وسله والو جګړو اصلي عامل پاكستان بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA