ads

هند كې د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه اته درجې زلزله شوې

رپوټونه وايي، چې په هند كې د زلزلې ټکانونو خلک له کورونو وتلو ته اړ كړي او په ښارونو كې يې وېره خپره کړې ده.

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1395
هند كې د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه اته درجې زلزله شوې

رپوټونه وايي، چې په هند كې د زلزلې ټکانونو خلک له کورونو وتلو ته اړ كړي او په ښارونو كې يې وېره خپره کړې ده.
د هند د ځمکپېژندنې ادارې چارواکو د زلزلې شدت د ريکټر په کچه پنځه اعشاريه اته ښودلى دى.
يادې ادارې ويلي، چې د زلزلې ټکانونه د نيمې دقيقې لپاره محسوسېدل.
تراوسه د ځاني او يا مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل شوي.
دا زلزله په داسې حال كې شوې، چې د جنوبي اسيا په ډېرى هېوادونو کې د ژمي واورو او باران ګڼ ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA