د نورستان ولايت په برګمټال ولسوالۍ کې لاهم يو شمېر خلک لومړنيو مرستو ته اړتيا لري او تر اوسه پورې يې ۶۵ کسان مړه او تر ۱۷ پورې نور ټپيان شوي دي.
له نورستان څخه ازاد خبريال خانزلي له کليد سره په خبرو کې وويل، چې د تېرې ورځې سهار راهيسې والي حافظ عبدالقيوم برګمټال ولسوالۍ ته له يو شمېر نورو چارواکو سره ورغلی او اوس مهال هم د هوا خرابوالي له کبله بند پاتې دی.
نوموړی وايي، خلک له زياتو ستونزو سره مخ دي او ممکن د تلفاتو شمېر له دې هم لوړ شي.
خانزلي دغه راز وايي، چې تېره ورځ ناوخته په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له لوري په دوه الوتکو کې لومړنۍ مرستې رسېدلې خو کافي نه دي.
هڅه مو وکړه، چې د نورستان له يو شمېر نورو ولايتي چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړو، خو په سيمه کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه پرې شوي دي.
د يادونې وړه ده، چې نن څخه دوه ورځې وړاندې د نورستان ولايت د برګمټال په اصفي کلي کې د زياتې واورې ورېدنې وروسته د برفکوچ له کبله په لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.


