ټاکل شوې نن له زمبابوې څخه د افغانستان د کرکټ پرمختيايي لوبډله له بريا وروسته هېواد ته راستنه شي.
د کرکټ بورډ مسوولين وايي، په ورته وخت کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله زمبابوې ته د نړيوالو لوبو په هدف وخوځېږي.
د زمبابوې د كركټ الف لوبډلې سره افغان پرمختيايي لوبډلې پنځه يو ورځنۍ لوبې درلودې، چې څلور يې افغانستان او وروستۍ لوبه زمبابوې وګټله.
افغان کرکټ ملي لوبډله به هم د زمبابوې له ملي لوبډلې سره پنځوس اوريزې او شل اوريزې نړيوالې لوبې ترسره كړي، چې د فبروري مياشتې په شپاړسمه نېټه پيلېږي.


