په ننګرهار کې که له یوه لوري سوالګر زیات شوي او په هره لاره او هر واټ کې له خلکو پیسې غواړي، له بل لوري پرې د خلکو شکونه هم زیات شوي چې کواګې جاوسوسي کوي یا هم خلک ورانکارو فعالیتونو ته هڅوي.
فقیر سید د جلال اباد ښار په مخابراتو څلور لاره کې هره ورځ هر تېرېدونکي کس ته په داسې حال کې خپل لاسونه اوږدوي، چې ژړ زبېښلی رنګ، چاودلی مخ، په شونډو ولاړ پتري او تار تار پټکی یې د غربت ډېرې کیسې لري.
فقیر سید چې په مخ یې اوښکو لارې جوړې کړې وې او له درده یې سوي اسويلي کول کلید ته وویل، اوس ځکه په سپینه ږیره د کور سرپرستي کوي، چې د زړه ټوته یوازینی زوی یې وسلهوالو طالبانو وواژه. فقیر سید زیاته کړه، یو لاس یې کار پرېښی او له اړې ورځې یې خلکو ته لاس اوږد وي. نوموړی وایي، که چا څه خیرات ورکړ ماښام ته یې له لوږې د اولادونو اوښکې وچې وي، کنه نهر ناست وي: ((یو زوی مې طالبانو وواژه، مجبور یم سوال وکړم، که څوک راسره مرسته وکړي، ولې به سوال کوم.))
غلام محمد هم هغه کس دی، چې وایي له اړې ورځې سوالګر شو. نوموړی زیاتوي، مخکې یې د زړه زور ډېر و؛ خو اوس یې په مخ توره ږیره سپینه شوې، اولادونه یې واړه دي، د کار کولو توان نه لري؛ نو ځکه یې خلکو ته د سوال لاس اوږد کړی دی. نوموړی وایي، که چېرته د داسې کار زمینه ورته برابره شي چې نوموړی یې وکړای شي؛ نو غاړه به ترې ونه ګرځوي. غلام محمد وایي که اوس سوال ونه کړي، ماښام ته یې اولادونه وږي وي او هر ماښام یې لارې ته دوه سترګې نیولې وي، چې اوس به مو پلار راځي او د خوړلو یو څه به ورسره راوړي.
نوموړی زیاتوي، ډېر کله داسې هم شوي چې اولادونه یې په دې تمه وي چې پلار به یې د خوړلو لپاره څه ورته راوړي؛ خو هغه تش لاس ورغلی، د اولادونو سره یو ځای یې اوښکې تويې کړې او شپه یې نهر تېره کړې ده: ((دولت که زړه وکړي او مرسته راسره وکړي، نو له دې سوال به خلاص شو.))
د جلالاباد ښار ډیری واټونه په دې وروستیو کې له سوالګرو ډک دي، خلک وایي، په ډېرو دغو سوالګرو د جاسوسۍ او ورانکارو کارونو ته د خلکو د رابللو شک هم کېږي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکي ذبیح الله کلید ته وویل، اوس له خلکو اړ او نا اړه سوالګر ورک دي ځکه په خبره یې د دې سوالګرو په ډله کې ډیرې ښځې هم دي چې د جاسوسۍ او ناوړه کلتور د خپرولو شک پرې کیږي. نوموړی وایي، که چېرته حکومتي چارواکي ددغه ډول سوالګرو مخنیوی ونه کړي، نو شونې ده چې د دوی له لاسه به ډېرې نادرې پېښې رامنځته شي او اړو سوالګرو ته به هم خلک په ښه سترګه ونه ګوري: ((اوس دلته د اړمن او هغه کس چې د سوال عادت لري، هېڅ توپیر نه کېږي.))
خو د ننګرهار یو بل اوسېدونکی طارق بیا له دغه ډول سوالګرو څخه د راپیدا شوو پېښو شاهد دی. هغه وایي، په جلال اباد ښار کې داسې سوالګرې ښځې شته چې د بدلمنۍ په چارو کې مستقیماً ښکېلې دي او ځوانان بدلاریو ته رابولي: ((په دې سوالګرو کې داسې خلک هم شته دي چې ډیری یې ښځې دي او دوی خلک بدلمنۍ ته کش کاږي.)) بلخوا د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، دوی ته هم داسې راپورونه رسېدلي چې په جلال اباد ښار کې یو شمېر سوالګر په ګڼو مسایلو کې ښکېل دي. د ننګرهار امنیه قومندان مل پاسوال ګل اقا روحاني کلید ته وویل، په هره جامه کې د جرم ترسره کوونکو کسانو نیول د پولیسو دنده ده او که دوی په دغه برخه کې په چا شک وکړي، نو د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
روحاني زیاتوي، داسې هڅې یې پیل کړې چې مرستندویه ادارو سره د سوالګرو ستونزې حل او په ښار کې د دوی شتون کم کړي: ((پولیس هر هغه کس چې په هره جامه کې وي او جرم ترسره کړي د قانون منګولو ته سپاري.))
دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار اوسېدونکي په سوالګرو د جاسوسۍ شک او په مخنیوي کې یې په امنیتي مسوولینو نیوکې کوي، بلکې تر دې وړاندې هم څه ځلې دغه ډول شکایتونه شوي دي، خو چارواکو تل ژمنې کړې دي او وروسته عملي څه نه دي تر سترګو شوي.


