ads

ننګرهار کې د سرطان د تشخيص او تداوۍ لپاره امکانات نشته

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د سرطان ناروغۍ د تشخيص او تداوۍ لپاره هېڅ امکانات نه لري.
دوی وايي، له ۲۰۰۲ کال راهيسې په افغانستان کې تر ۲۰ زرو پورې د سرطان بېلا بېل ناروغان را جستر شوي، چې له دې ډلې يې ۱۵ زرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1395

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مرستيالې مقدسې معراج دغه خبرې تېره ورځ د سرطان پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
نوموړې وويل، دوی په ټول ولايت کې هېڅ د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې امکانات نه لري.
هغه زياتوي، يواځې له تېرو دوه کلونو را هيسې يې د ننګرهار د حوزوي روغتون په ولادي نسايي څانګه کې د رحم سرطان د تشخيص کم امکانات ترلاسه کړي دي.
په ننګرهار کې د عامې روغتيا رياست چارواکي د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې ستونزه په داسې حال کې يادوي، چې د معلوماتو له مخې اوس مهال د ټول هېواد په کچه يواځې په کابل کې د جمهوريت او استقلال په روغتونونو کې ياده ناروغۍ تشخيص کېدای شي.
د روغتيا پالانو د معلوماتو له مخې له درملو څخه بې ځايه ګټه اخيستنه، محيطي عوامل، د بدن معافيت ټيټوالی او دالکولو استعمال کولای شي، يو روغ تن په دغې ناروغۍ اخته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA