د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي، د زياتې واروې ورېدنې له امله يې کورونه تخريب او څاروي يې وژل شوي؛ خو تر اوسه هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.
د شېرزادو ولسوالۍ د کودې خېلو سيمې قومي مشر ملک جعفر عمر له کليد سره په خبرو کې وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې تر يو متر پورې واوره شوې او د لسګونو کسانو کورونه يې تخريب او سلګونه څاروي يې مړه شوي دي.
دغه قومي مشر وايي، ولسوال د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولينو او ولايتي ادارې سره يې د خلکو ستونزې شريکې کړي او تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ور سېدلې.
بل لور ته بيا د شېرزادو ولسوالۍ مرستيال خان محمد کليد ته وويل، تر يو متر پورې واوره ورېدلې، چې خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي، ولې هېڅ ځاني زيان نه لري.
هغه وايي، پرون يې په يو شمېر سيمو کې سروې ترسره کړې او تمه ده چې نن له مرکز څخه ورته مرستې ور ورسېږي.
په شېرزاد ولسوالۍ کې خلک د مرستو غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې پرون د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مسوولينو له کليد سره په خبرو کې د سروې له ترسره کېدو وروسته د مرستو د رسونې ډاډ ورکړی و.


