د زابل او کندهار ولايتونو د فوټبال لوبغاړو د فوټبال د فډراسيون د رييس پر ضد لاريون کړی.
لاريون کوونکو له مرکزي حکومت څخه د افغانستان د فوټبال د فډراسيون د رييس د لرې کېدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې هغه له ولايتونو سره دوه مخى چلند کوي.
لاريون کوونکي وايي، د افغانستان د فوټبال فډارسيون رييس له تېرو ١٣ کلونو راهيسې پر همدې څوکۍ دنده لري، چې د ولايتونو د فوټبالرانو ترمنځ يې بې اتفاقي رامنځته کړې ده او جنوب زون ته د فوټبال په برخه کې حق نه ورکوي.
دوى وايي، کرام الدين کرام په خپله کاري موده کې د فوټبال په برخه کې هغه کارونه نه دي کړي، چې دوى ورته اړتيا لري او د يوه مصلحت له مخې پر ياده دنده پاتې دى.
دوى د حکومت له لوړ پوړو چارواکو څخه د کرام د ژر لرې کېدو غوښتنه کوي او وايي، چې د هېواد په کچه دې د فوټبالرانو تر منځ ددې دندې لپاره ټاکنې وشي.
دوى همدا راز وايي، د فوټبال د فډراسيون اوسنی رييس په فساد اخته دى او په سپورټي برخه کې د پروژو ټولې پيسې شخصي جېب ته اچوي او د ولايتونو لپاره يې هېڅ نه دي کړي.


