زابل كې ۲۳ كورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي ځواکونو تېره شپه د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې ٢٣ كورنيو او بهرنيو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال کليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونو په ياده ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې ۱۱ تنه وسله وال وژلي او ۱۲ تنه نور يې ټپيان كړي دي.