د کابل ښار دويم مکرويان سيمې شاوخوا کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.
د چاودنې د ډول او تلفاتو په هکله تراوسه دقيق معلومات نشته.
د کابل امنيه قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر فريدون عبيدي دغه پېښه تاييد کړې خو د نورو جزياتو له ورکولو ډډه کوي.
د عبيدي په خبره چې پلټونکې ډله سيمه ته رسېدلې او څېړنې روانې دي.
ددغه خبر د نورو جزياتو په هکله له کليد سره اوسۍ.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.


