ads

د پکتیا ځينې وکیلان د کارکوونکو استخدام کې لاسوهنه کوي

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړي د دولتي کارکوونکو د استخدام په پروسه کې لاسوهنه کوي او د خپلې خوښې وړ کسان په دندو ګماري.

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1395
د پکتیا ځينې وکیلان د کارکوونکو استخدام کې لاسوهنه کوي

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړي د دولتي کارکوونکو د استخدام په پروسه کې لاسوهنه کوي او د خپلې خوښې وړ کسان په دندو ګماري.
دوی وایي، د وکیلانو له لوري ګمارل شوي کسان بیا یوازې د وکیلانو فرمایشونه مني او ادارو کې یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي. د مدني ټولنې فعال شکور کلید ته وویل، چې له همدې کبله د پکتیا ډېری ادارو ته غیرمسلکي کسانو لار موندلې ده: ((د ولسي جرګې او ولايتي شورا یو شمېر غړي د استخدام پروسه کې لاسوهنې کوي، له همدې کبله ادارې بې کفایته شوې دي، د امر او مامور تر منځ فرق نه کېږي.))
په همدې حال کې د پکتیا ولایت یو اوسېدونکی خالد ذهین وايي، په دغه ولایت کې کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی چې یو علت یې همدا د وکیلانو له لوري غیرقانوني ګمارنې دي: ((ښکاره ده چې ادارو کې مسلکي کسان حضور نه لري، د کار اهل نه دي، ورسپارل شوي کارونه مخکې نه شي وړلای او ټوله اداره ورسره فلج کېږي.))
خو د پکتیا والي بیا په ټولو د قانون د یو ډول تطبيق ټینګار کوي او هغه چا ته چې قانون تر پښو لاندې کوي د حکومت د مخالفینو خطاب کوي: ((که چېرته قانون په یو ډول عملي شي، هر څوک په خپل ځای کې قانون ته احترام ولري او قانون عملي کړي، فکر نه کوم چې موږ به داسې ستونزې ولرو، زموږ ستونزې د قانون د نه تطبیق څخه راپورته شوې دي.))
د یادولو ده چې تر دې وړاندې د پکتیا ولایتي شورا هم منلې وه چې د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمیر غړي قانون تر پښو لاندې کوي او د استخدام په پروسه کې غیرقانوني لاسوهنې کوي.
له دې وړاندې د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدران هم له کلید سره مرکه کې ويلي وو چې ځينې وخت د وکیلانو له لوري د ګمارنو فرمايشونه ورته راځي، خو نوموړي ورته چندان پام نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA