د ملي يووالي حكومت اجراييه رييس وايي، چې د هېواد په ښوونځيو كې د ښځينه زده كوونكو يونيفورم به ډېر ژر بدل شي.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د دوشنبې په ورځ د اجراييه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ د وزيرانو شورا په دې برخه كې د پوهنې وزارت پېشنهادي طرحه وارزوله.
د سرچينې په وينا، د پوهنې وزارت د وړانديز له مخې د ښوونځي لومړنۍ دورې ته ابي، متوسطې ته خاکستري او لېسې دورې ته سرمه يي رنګ يونيفورم په نظر کې نيول شوى دى.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د هېواد اجراييه رييس د پوهنې وزارت ته امر وكړ، چې دوه رنګه ابي او خاکستري دې لومړنۍ او لېسې دورې ته په نظر کې ونيول شي.
د عبدالله په خبره، د لباسونو يو رنګ په ښوونځيو کې نظم رامنځته کوي.
همدارنګه د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د وزيرانو شورا غونډه كې له افغان ښوونځيو سره د اماراتو د سرې مياشتې له لوري د ۴۰ زره لباسونو د مرستې خبر ورکړ.
اجراييه رييس وويل، چې دغه لباسونه دې بې وزلو ماشومانو ته ووېشل شي.


