ads

د هلمند په ګرمسېر کې د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

د غوڅ ملاتړ ماموريت جېټ الوتکو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژلي دي.

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1395
د هلمند په ګرمسېر کې د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

د غوڅ ملاتړ ماموريت جېټ الوتکو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ كې د هوايي بريد په ترڅ كې د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژلي دي.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا هوايي بريد پرون ماسپښين شاوخوا دوه بجې د ګرمسېر ولسوالۍ په خاركو سيمه كې ترسره شوى دى.
د سرچينې په وينا، په دې بريد كې د طالبانو د يو ځايي قوماندان مولوي نجيب الله مشهور په مدد په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.
سرچينه زياتوي، چې په ياده پېښه کې د طالبانو يوه دهشکه او ګڼ شمېر نورې وسلې په بشپړه توګه له منځه وړل شوې دي.
سرچينه وايي، چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې په تېرو څو ورځو کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او امنيتي ځواكونو د هغوى ګڼ شمېر پټنځايونه له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA