د ملي اردو چارواکي وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې يې د شاهين ۲۶ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ، ترېلي، تره کو او غزو کلي له نورو کورنيو ځواکونو سره په ګډه د شاهين ۲۶ په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
نوموړی وايي، له يادو عملياتو يې موخه سيمه د وسله والو له شتونه پاکول او ډاډمن امنيت راوستل دي.
فقيري زياتوي، چې پيل کړي عمليات به تر هغې روان وي، ترڅو سيمه په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينوله شتونه نه وي پاکه شوې.
تر اوسه پورې د حکومت وسله والو مخالفينو د ملي اردو له لوري د پيل شويو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


