ads

د سترې محکمې مخې ته ځانمرګي بريد ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چارواکي وايي، کابل ښار کې د سترې محکمې مخې ته د ځانمرګي بريد په پايله کې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. يوه ځانمرګي بريد کوونکي د سې شنبې په مازيګر د څلور بجو په شاوخوا کې د سترې محکمې د عمومي دروازې مخې ته په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاږدنه ورکړه. د […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 سلواغه 1395
د سترې محکمې مخې ته ځانمرګي بريد ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

چارواکي وايي، کابل ښار کې د سترې محکمې مخې ته د ځانمرګي بريد په پايله کې ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
يوه ځانمرګي بريد کوونکي د سې شنبې په مازيګر د څلور بجو په شاوخوا کې د سترې محکمې د عمومي دروازې مخې ته په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاږدنه ورکړه.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيكو مسؤل محمد اسماعيل کاووسي كليد ته وويل چې د سترې محکمې مخې ته نننۍ چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپيان دي.
کاووسي زياته کړه چې په وژل شوو کسانو کې درې ښځې او په ټپيانو کې يو ماشوم هم شامل دى.
جمهور ريس اشرف غني دا بريد غندلى او هغه يې د بشري ضد جنايت او نه بښونکى عمل بللى دى.
له ارګ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د غني له قوله راغلي، د افغانستان دښمنانو يو ځل بيا د دغه تروريستي بريد په ترسره کولو، له خلکو سره خپله دښمني وښودله.
نوموړي د وژل شويو کسانو کورنيو ته د ژورې خواخوږۍ او غمشريکۍ څرګندولو ترڅنګ ټپيانو ته د بشپړې روغتيا هيله کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA