ads

ايران د افغانستان زيانمنو شويو سيمو ته د مرستو رسولو لپاره چمتووالی وښود

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان كې د سختې واورې ورېدنې په ترڅ كې له سلو د زياتو كسانو د وژل كېدو له كبله د افغانستان له دولت او خلكو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ له زيانمنو شويو افغانانو سره د مرستې لپاره د تهران د چمتووالي خبر وركړ.

نویسنده: TKG
19 سلواغه 1395

د ايرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي ويلي، ايران د افغانستان د يو ګاونډي او ورور هېواد په توګه چمتو دى، چې له اړمنو افغانانو سره مرسته وكړي.
د هغه په وينا، په افغانستان كې د وروستيو ورښتونو له كبله ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه كورونه ويجاړ شوي، چې د طبيعي پېښو په ترڅ كې زيانمن شوي كسان بېړنيو خوراكي او غير خوراكي توكو ته اړتيا لري.
قاسمي زياتوي، تهران چمتو دى، چې د افغانستان هغو سيمو ته، چې د برفكوچونو او نورو طبيعي پېښو له كبله زيانمنې شوي، خپلې مرستې ورسوي.
دا په داسې حال كې ده، چې طبيعي پېښو ته د رسيدګۍ لپاره د دولت وزير ويس برمک د دوشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په مهال وويل، په تېرو ٧٢ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سختو واورو او بارانونو له كبله ١١٩ کسان وژل شوي او ٨٩ تنه نور ټپيان دي.
برمک دغه راز په دې خبري ناسته کې له ٤٠٠ د زياتو څارويو د له منځه تلو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه، پر دې سربېره ١٩٠ کورونه ويجاړ او ٢٣ نورو کورونو ته زيان اوښتى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA