د حزب اسلامي يو شمېر سرچينې وايي، كابل ته د دغه حزب د مشر د راتګ لپاره بايد د دوى او حكومت ترمنځ د سولې د هوكړه ليك يو شمېر مادې عملي شي.
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر محمدامين كريم يادې څرګندونې د سې شنبې په ورځ په هغه غونډه كې وكړې چې د ملي مشاركت د ګوند له خوا د ګلبدين حكمتيار دهركلي لپاره جوړه شوې وه.
كريم زياته كړه، (( ګلبدين حكمتيار به د روان كال د كب د مياشتې په دويمه نيمايي كې كابل ته راشي.))
د حزب اسلامي د مركچي پلاوي مشر په ورته وخت كې وايي، دوى د سولې خبرې د واك په وېش باندې نه دي پيل كړې او په وينا يې دوى واك ته د رسېدو لپاره يوازې په رڼو ټاكنو باور لري.
محمدامين كريم وايي، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار پلان نه لري چې له ټاكنو پرته په دولت يا له دولت څخه د باندې په كوم پوست باندې دنده ترسره كړي.
په همدې حال كې د ملي مشاركت د ګوند مشر نجيب الله كابلي وايي، يو شمېر هېوادونو او په كور د ننه يو شمېر كړيو نه غوښتل، چې د حزب اسلامي په مشر باندې د ملګرو ملتونو بنديزونه لرې شي،(( ځينې کړيو او ډلو نه غوښتل، چې حزب اسلامي سره دې سوله وشي او په دې اړه يې خنډونه رامنځته كول.))
دا په داسې حال كې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتو امنيت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار نوم له تورليست څخه وايست او په نوموړي باندې يې لګول شوي بنديزونه لرې كړل، خو د دغه حزب يو شمېر غړي وايي چې لاهم د امريكا په ګډون د يو شمېر هيوادونو له خوا په حكمتيار باندې بنديزونه په خپل ځاى پاتې دي.


