د هلمند ولايتي شورا وايي، حکومت د عملياتو د موسم فرصتونه له لاسه ورکوي او ددې ولايت خلکو ته تش په نوم د عملياتو د پيل وعدې ورکوي.
که څه هم تر دې مهاله هوا سړه ده، خو د لښکرګاه ښار د دويمې او درېيمې امنيتي حوزو ترڅنګ هره ورځ په ځينو ولسواليو کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړو خبرو ورکول کېږې.
د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي محمد کريم اتل کليد سره په خبرو کې پر حکومت نيوکه وکړه او زياته يې کړه، چې دولت خلکو سره تش په نامه د عملياتو د پيل کولو وعدې کوي او په عمل کې يې هېڅ هم نشته، چې په تشو وعدو يې ټول ژمني فرصتونه له لاسه ورکړل .
ورته وخت کې بيا د هلمند د والي وياند عمرځواک د ولايتي شورا د خبرو په غبرګون کې وايي، چې دوی د يوې اونۍ په ترڅ کې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې عمليات پيل کړي، چې ډېرې لاسته راوړنې هم لري.
ځواک زياتوي، چې اوس مهال د مرکزي حکومت له لوري هم کلک تدابير نيول شوي، چې ډېر ژر به د امنيت په برخه کې مثبت بدلون رامنځ ته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هلمند په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ خونړۍ جګړې تر سره شوې، چې کتوونکي وايي، افغان حکومت د ژمي د موسم ټول فرصتونه له لاسه ورکړل او وسله وال ونه ځپل شول، چې دا دی اوس بيا وسله والو د دې ولايت په ځينو سيمو او ولسواليو کې جګړو ته زور ورکړی دی.


