د افغانستان او پاکستان لپاره د چين ځانګړى استازى دينګ شيجون وايي، طالبان يې د سولې خبرو ته هڅولي او پر پاکستان يې د څلور اړخيزو مذاکراتو د بيا پيلولو ټينګار کړى دى.
هغه دا څرګندونې تېر ماښام په كابل كې له جمهور رييس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
شيجون وويل، له طالبانو سره د تماسونو په مهال يې تل د افغانستان د دولت او جمهور رييس پر مشروعيت ټينګار کړى دى. د نوموړي په وينا، هېواد يې په هغو ناستو کې، چې په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې مرسته وکړي، ګډون کوي.
د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رييس غني له قوله راغلي، طالبانو په خپلو کړنو سره د ټولو تروريستي ګروپونو فعاليتونو ته زمينه برابره کړې، چې د چين او د سيمې د نورو هېوادونو ثبات يې هم له خطر سره مخ کړى دى.
د هغه په خبره، دوى له ټولو ګاونډيانو سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي او دا اړيکې بايد د خبرو نه، بلکې د عملي اقداماتو پر بنسټ وي.
جمهور رييس غني زياته کړه، د افغانستان دولت د سولې لپاره د سيمه ييزو پروسو ملاتړ کوي، خو دا اقدامات بايد د افغان دولت، نړيوالې ټولنې او اسلامي نړۍ له هغو فعاليتونو سره، چې د سولې لپاره يې ترسره کوي، همغږي وي.


