د يمن حوثي وسله والو ادعا کړې، چې يو پر مختللی بالستيک توغندی ېې د سعودي عربستان مرکز رياض ته څېرمه لګېدلی دی.
د يمن سباه خبري اژانس د حوثي وسله والو له قوله ويلي،چې ياد توغندی يې ازمايښتي توغولی، چې په برياليتوب سره د سعودي پلازمېنې رياض په څنډو کې لګېدلی دی.
د فارس خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله ويلي، چې په رياض کې يې د يوې سترې چاودنې غږ اورېدلی دی.
وېل کېږي، چې ياد توغندی رياض ته څېرمه المزاحميه پوځي مرکز کې لګېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو مياشتو راهېسې د سعودي عربستان په سرحدي سيمو د حوثي وسله والو په توغنديز بريدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.


