ads

ننګرهار كې د واورې او باران ورښت نږدې ۴۰۰ كورونه تخريب کړي

په ننګرهار ولايت کې د واورې او باران د ورښت له كبله ۳۹۴ کورونه تخريب شوي، ۳۲۵ څاروي مړه شوي او شاوخوا زر جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه واورې لاندې کړي دي.

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1395
ننګرهار كې د واورې او باران ورښت نږدې ۴۰۰ كورونه تخريب کړي

په ننګرهار ولايت کې د واورې او باران د ورښت له كبله ۳۹۴ کورونه تخريب شوي، ۳۲۵ څاروي مړه شوي او شاوخوا زر جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه واورې لاندې کړي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د واورې ورښت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۱۳۵ کورونه تخريب او۲۵۰ څاروي مړه كړي دي.
د واورې ورښت له كبله په خوږياڼو ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۵ کورنيو خپل کورونه پرېښي او خوندي ځايونو ته تللي او په دې ولسوالۍ کې ۲۵ څارويو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
دغه راز د دې ولايت په چپرهار، غني خېلو، لعلپوره، سپين غر، کوټ، مومندرې، بټي کوټ ، ګوشته او دور بابا ولسواليو کې هم د وروستيو بارانونو په ترڅ كې ۲۵۹ کورونه تخريب او ۵۰ څاروي مړه شوي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولايت د طبيعي پېښو په وړاندې د چمتووالي ادارې او مرستندويه ادارو ته لارښوونه کړې، چې د زيانمنو شوو کورنيو سروې ترسره كړي او په وخت ورته مرستې ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو له كبله تر ۱۰۰ زيات كسان مړه او همدومره نور ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA