ننګرهار: شينوارو کې د شاهين ۲۷ په نوم چاڼيز عمليات پيل شول
د ملي اردو چارواکي وايي، شينوارو ولسواليو کې يې د شاهين ۲۷ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د شينوارو د ټولو ولسواليو په هغو سيمو کې چېرته چې د حکومت وسله وال مخالفين حاکم دي، د شاهين ۲۷ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed