د ملي اردو چارواکي وايي، شينوارو ولسواليو کې يې د شاهين ۲۷ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د شينوارو د ټولو ولسواليو په هغو سيمو کې چېرته چې د حکومت وسله وال مخالفين حاکم دي، د شاهين ۲۷ په نوم ګډ چاڼيز عمليات پيل کړل.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې ورسره ملي، سيمه ييز، ملي امنيت او د سيمې پاڅون وال ملتيا کوي.
فقيري زياتوي، ياد عمليات به تر هغې روان وي، ترڅو سيمه د وسله والو له شتونه پاکه کړي.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه د ملي اردو له لوري د پيل شويو عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بل لورته افغان ځواکونه په ننګرهار کې دا ګډ چاڼيز عمليات په داسې حال کې پيلوي، چې تېره ورځ د ننګرهار والي ګلاب منګل له کليد سره په خبرو کې ويلي و، چې له پسرلي وړاندې به د هوايي او ځمکنيو عملياتو پرمهال وسله وال سخت وځپي.


