ads

لغمان کې د وسله والو هاوان مرمۍ ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د وسله والو له لوري د ملکي خلکو په کور راتوغول شوې مرمۍ له کبله ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: TKG
18 سلواغه 1395
لغمان کې د وسله والو هاوان مرمۍ ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د وسله والو له لوري د ملکي خلکو په کور راتوغول شوې مرمۍ له کبله ۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې نن سهار شاو خوا لس بجې د مرکز اړوند د الينګار پر لويه لاره د ميدانيو په سيمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې له نښتې وروسته د وسله والو له لوري پر يوه کور د هاوان را توغول شوې مرمۍ له کبله ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
نوموړی وايي، ټپيان ټول روغتون ته لېږدول شوي او اوس مهال په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA