د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، چې د ولسي جرګې له خوا سلب صلايت شوى، نن په يوه رسمي دوه ورځني سفر مسكو ته ورسېد.
نوموړى دغه سفر د خپل روسي سيال سرګي لاوروف په رسمي بلنه ترسره كوي.
د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوى وزير صلاح الدين رباني به سبا له خپل روسي سيال سره په مسکو کې وګوري.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شكېب مستغني وايي، چې د افغان او روسي چارواكو ترمنځ ليدنو كې به د افغانستان د حالاتو، د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې، د مسکو او کابل د اړيکو پر زياتېدو او د سياسي، پوځي او اقتصادي همکاريو په اړه خبرې وشي.
په همدې حال كې اجراييه رييس عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډه كې د خبرو په مهال هيله څرګنده كړه، چې دغه سفر د كابل او مسكو د اړيكو لا ټينګښت لپاره ګټور تمام شي.
مسکو ته د صلاح الدين رباني سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې په تازه رپوټونو کې روسيه وسله والو طالبانو ته د پرمختللو وسلو پر ورکولو تورنه شوې ده.


